سوره قصص ۱۷-۱۴

Pashto Radio 3 views
د قصص سورې ترجمه او تفسیر

( له دې وروسته موسی په ښار کې اندیښمن او په ویره کې شو. نو ناڅاپه یې (ولیدل) هغه کس چې پرون یې له ده  مرسته غوښتې وه په  چغو چغو ترې (بیا) مرسته غواړي. موسی هغه ته وویل  په رښتیا چې ته په ښکاره ګمراهۍ کې یې.

نو کله چې موسی غوښتل  له هغه کس سره چې د دوي دواړو دښمن و سخت  چلند وکړي، هغه وویل : ای موسی! آیا غواړې  ما هم ووژنې لکه څنګه چې دې پرون  یو انسان وواژه؟! ته  همدا غواړې چې په دې ځمکه کې سرغړونه ( بدماشي) وکړې او نه غواړې  چې له مصلحانو شې.

 په تیره برخه کې مو وویل چې  حضرت موسی ځوانۍ ته له رسیدلو وروسته  د فرعون له ماڼۍ ووته  او خلکو ته ورغی. په  هغه زمانه کې بني اسراییل د  فرعونیانو او قبطیانو له سخت ظلم سره مخامخ وو. هغه په  ښار کې له  یوې پیښې سره مخامخ شو ، یو قبطي سړی د بني اسراییلو له یو  کس سره  ښکیل شوی  او هغه یې  واهه . موسی د   مظلوم سړي مرسته وکړه  او په قبطي سړي یې ګوزار وکړ  او هغه په غلطۍ سره مړ شو .

دغه ایتونه فرمایي:  له دې کیسې وروسته موسی نور ماڼۍ ته ستون نه شو او په ښار کې په پټه ګرځیده .هغه له دې چې د فرعون ماموران یې ونه نیسي  اندیښمن او په ویره کې و تر دې چې  یوه ورځ پس همدغه کس یو بني اسراییل سړی ولیده چې  له یو بل کس سره نښتی و او له موسی یې  مرسته غوښتله. موسی اول هغه ته وویل : ته یو جاهل او بې تدبیره سړی یې چې هره ورځ  له یو قبطي سره په یوه پلمه  نښلې او ځان او نور په خطر کې اچوې. ستا دا کار نه یوازې فایده نه لري بلکې د بني اسراییلو لپاره مشکلات هم جوړوي. 

خو په هر حال  هغه مظلوم و او د  ظالم په منګولو کې ښکیل شوی و  نو موسی یې مرستې ته ودانګل او هغه یې یوازې پرې نه ښوده. البته دا ځل  یې د ګوزار په ځاي په خپل ټول طاقت سره قبطي سړی ونیوه چې  د مظلوم کس د وهل کیدو مخه ونیسي.

درسونه:

۱:  له دښمن سره په مبارزه کې باید بې پروګرامه داخل نه شو  او بې له دې چې کومه نتیجه لاسته راشي د ځان او نورو لپاره د مشکل  پیدا کول نه دي پکار.

۲: ددوستانو د  غلطیو او  غلطو کارونو په وړاندې  باید  په هغوی نیوکه وکړی شي ، په عین حال کې باید هغه د ظالم دښمن  په مقابل کې یوازې پرې نه ښودی شي.

۳: د دښمن پر وړاندې باید  په طاقت سره ودریږو او په ټول توان سره مقابله وکړو.

 او ( دغه وخت) د ښار له یوې لرې سیمې، یو کس په منډه  (هغه ته) ورغی او وې ویل:  ای موسی! په رښتیا چې  د قوم مشران ستا په باره کې په مشورې لګیا دي چې تا ووژني. نو (سملاسي له ښاره) ووځه ، او زه ستا خیر غواړی یم.

نو موسی له ښاره ووت په داسې حال کې چې  اندیښمن او په ویره کې و او ( هره شیبه د یوې پیښې) په تمه و؛ وې ویل: اي پالونکیه!ما له دغه  ظالم قامه وژغوره.

 هغه څه چې په ښار کې پیښ شوې وو خبر یې د فرعون دربار ته ورسید، د بني اسراییل د یو کس چې مریی و او د  دوو قبطي سړو  د جنګ خبر هغه هم پرله پسې دوه ورځې.  او  موسی دواړه ورځې  د بني اسراییلو  د مریي مرسته کړې  او هغه یې ژغورلی و او قبطیان یې مات کړې وو.

 دا خبر د دربار د  مشرانو لپاره د زغم وړ نه و  نو په ګډه یې  رایه ورکړه چې باید موسی ووژل شي  چې نور څوک  جرات ونه کړي  چې د قبطیانو په وړاندې ودریږي.

له دې مخکې چې  ماموران لاس په کار شي او د موسی په خلاف کوم اقدام وکړي  یو کس چې د فرعون له نزدې کسانو و  له دغه کیسې خبر شو . هغه سملاسي ښار ته لاړ او  موسی  ته یې خبر ورکړ چې  ستا په باره کې  داسې سلا شوې ده  نو د ځان د خلاصون لپاره زره تر زره له ښاره ووځه.  دغه کس چې نوم یې په   تاریخي روایتونو کې « حزقیل» ذکر شوی له نبوته وروسته په حضرت موسی ایمان راوړ او  د آل فرعون په مومن مشهور شو. هغه د فرعون د میرمنې په شان که څه هم   په ماڼۍ کې اوسیده خو  فرعوني نظام یې نه مانه  او د فرعون په خلاف یو پاڅون ته سترګې په لاره و.  کله چې هغه د موسی اقدام ولیده احساس یې کړه چې  دغه کسا  د فرعون په خلاف د پاڅون  لپاره لازم  جرات او وړتیا لري.  نو د موسی د سر د  حفاظت لپاره  ښار ته راغی  چې هغه  له خطره وژغوري.

په هر حال ، موسی د دغه کس خبرداری جدي وګاڼه او په داسې حال کې له ښاره ووته چې ښه احتیاط  او څارنه یې کوله هغه له هر پلوه د یوې پیښې په تمه و ، نو له خدایه یې وغوښتل چې مرسته یې  وکړي  چې  روغ رمټ له مصره ووځي او دظالمانو له شره بچ شي.

درسونه :

۱:  له ظالمانو سره مرسته منع ده ،  خو  له محرومانو او مظلومانو سره مرستې او  له ظلمه د مخنیوي لپاره د ظالمانو په سسټم او دربار کې نفوذ کول  ښه کار دی.

۲: که مونږ د خدای لپاره کار وکړو  خدای د خطر په وخت له مونږ سره مرسته کوي  او زمونږ ساتنه کوي.

۳: کله کله  په صحیح وخت خبر رسول او چټکتیا ښودل د یو ولس  برخلیک بدلوي.  که هغه سړي  چې د موسی پلوی و  په وخت خبر  نه و رسولی  او حضرت موسی له ښاره نه و وتلی  کیدی شي د فرعون د  د مامورانو له خوا وژل شوی یا نیول شوی وی.

۴:  په ماڼیو کې  په اوسیدونکو کسانو کې هم کیدی شي  حق غواړي کسان وي  او په  جونګړو کې په اوسیدونکو کې هم ښایي د باطل پیروکار وي  په هر صورت  معیار حق او باطل دی  نه د ژوند   او استوګنې ځای.

پای.

Add Comments