سوره قصص ۱۳-۹

Pashto Radio 13 views
د قصص سورې ترجمه او تفسیر

او د فرعون میرمن  وویل : (دا ماشوم) به زما او ستا د  سترګو تور وي. هغه مه وژنئ، ښایي  زمونږ لپاره فایده من وي  او یا یې  خپل زوی وګرځوو. خو هغوی نه پوهیدل (چې څنګه کس په خپله غیږه کې روزي)

 په تیره برخه کې مو وویل چې فرعون او میرمنه یې  د خپلې ماڼۍ  په څنګ کې د نیل سیند غاړې ته ناست وو چې  ناڅاپه یې یوه صندوقچه  ولیدله  چې په اوبو کې راروانه ده . فرعون امر وکړ چې صندوقچه له اوبو راونیسئ او  کله یې چې پرانستله یو ماشوم یې پکې ومونده . د فرعون د حکم مطابق  باید دغه نر هلک چې  له بني اسراییلو و وژل شوی وی  نو  عسکرو غوښتل چې وې وژني خو  د فرعون میرمن  آسیې بي بي  فرعون ته مخ کړ او وې ویل   : دا ماشوم ولې وژنئ دی زمونږ دکورنۍ  لپاره  د برکت او ینکمرغۍ سبب کیدلی شي او ښایي زمونږ سترګې دهغه په لیدلو روښانه شي .مونږ چې زوی نه  لرو  هغه خپل زوی جوړولی شو  او د خپل زوي په شان یې لویولی شو چې په راتلونکي کې  ستا د تخت او تاج  او دکورنۍ وارث وګرځيږي.

د فرعون دمیرمنۍ احساساتي او جذباتي خبرې سبب شوې چې  فرعون د ماشوم له وژلو لاس واخلي او امر یې وکړ چې ماشوم په ماڼۍ  کې وساتئ. په حقیقت کې هغوی د خدای له تقدیره نه وو خبر  . خدای مقرره کړې وه چې فرعون خپل دښمن  وساتي. او  په دې طریقه د بنی اسراییلو د  وژلو لپاره دومره توطئې ناکامه شوې.

درسونه :

۱: ښځه د یو امنت تاریخ او برخلیک بدلولی شي.  د فرعون میرمنې د موسی دوژل کیدو په مخنیوي سره د بني اسراییلو قام  د فرعونیانو له منګولو وژغوره  او د تاریخ لوری یې بدل کړ.

۲: زړونه دخدای په لاس کې دي . که هغه اراده وکړي  ډیر سخت زړونه هم نرمولی شي لکه څنګه یې چې د فرعون د کاڼي زړه  دهغه چالپاره چې  په خپله یې دهغوي د وژلو حکم ورکړی و نرم کړ  او دهغه  ساتنه یې په غاړه واخسته .

 او د موسی د مور زړه  (بې دخپل زوی له فکر له هر څه) خالي شو، که زړه مو یې نه و ټینګ کړی   چې ( دخدای په وعدې ) له ایمان راوړونکو  وي، نزدې وه چې  هغه ( راز) فاش کړي.

 او  دهغه ( موسی)  خور ته یې وویل: په هغه پسې لاړه شه ،  نو له لرې یې هغه لیده ، په داسې حال کې چې  هغوی ( فرعونیانو) نه لیدله .

وروسته له دې چې  د موسی مور خپل  بچي د نیل په څپو لاهو کړ  زړه یې داسې توپاني او پریشانه شو چې  هیڅ کرار یې نه درلود او نزدې  وه چې په خپله روانه شي او صندوق له اوبو راونیسي او زوی وژغوري. خو هماغه خدای چې هغې ته  یې الهام کړی وه چې  زوی دې په صندوق کې په اوبو لاهو کړه  دهغې زړه یې محکم کړ چې د خدای په  دې وعدې چې زوی به یې ورستنوي  ډاډه شي  او کرار ومومي.  نو په ځای د دې چې کوم ښکاره اقدام وکړي  دموسی خور ته یې وویل چې  لاړه شي او له لرې  صندوق وڅاري  او وویني چې هغه چرته ځي  او څه پیښه ورته پیښیږي. آیا څوک یې له اوبو رانیسی یا هماغه شان  په اوبو کې ځي.

د موسی خور خپله دنده په ډيره ښه توګه ترسره کړه  او د حکومتي ماموران  له سترګو لرې  په صندوق پسې لاړه . کله چې  فرعون او میرمنې یې صندوق له اوبو رانیوه  هغه وخت یې هم هغه ونه لیدله ګني پوه شوې  به وو چې په صندوق پسې راغلې ده .

درسونه :

۱: رازداري د اهل ایمانو یوه ځانګړنه ده  او  د رازونو  افشا کول د ایمان د کمزورۍ نښه ده .  په تیره بیا  د دین د دښمنانو په وړاندې  چې د مبارزانو او مجاهدانو د رازونو په کشفولو پسې  وي چې  هغوي ختم کړي.

۲: کرار او ډاډمن زړه  په خدای  او دهغه په وعدو د ایمان له نښو دی.

۳: په خدای توکل  د اقدام نه کولو او په چارو کې دبې پروا پاتې کیدو په معنا نه دی. د موسی مور  سره له دې چې په خدای یې توکل وکړ خو  خپل لور یې  هم په صندوق پسې ولیږله . او یو متل هم دی چې وایي  په توکل سره د  اوښ زنګون  وتړه .

 او مونږ  د تي ورکوونکو ښځو ( پۍ) له مخکې په هغه حرام کړل. نو (د موسی خور) وویل:  آیا غواړئ تاسو ته داسې کورنۍ وښیم چې  ستاسو لپاره د ده ساتنه په غاړه واخلي  او  خیرخواه  یې وي؟

 نو مونږ ( په دې ډول) هغه خپلې مور  ته ستون کړ  چې سترګې یې ( دبچي په لیدلو) روښانه شي  او غم  ونه کړي او  پوه شي چې دخدای وعده حق ده.   خو په هغوي کې زیاتره یې نه پوهیږي.

طبعا کله چې یو ماشوم څو ساعته له موره جدا شي  وږی او تږی کیږي او ژړا او  بې تابي کوي. فرعون  امر وکړ چې د ماشوم لپاره یوه دایڼه ولټوئ . خو دخدای په امر وږي ماشوم دهیڅ یوې  دایې  تۍ نه  قبلوه ،  او پۍ یې  نه څښل .ماموران تنګ شول او نه پوهیدل چې له دغه بې قراره ماشوم سره څه وکړي.

په دې وخت کې  د  موسی خور بې له دې چې داسې څه ووایي چې  فرعونیان پرې مشکوک شي  د موسی  مور  د دایې په توګه هغوی ته معرفي  کړه  او وې ویل چې دا ډیره مینه ناکه ښځه ده  او  دغه ماشوم په خپل کور کې ښه ساتلی شي.  مامورانو  له مجبورۍ  دغه وړاندیز ومانه او بې  له دې چې پوه شي ماشوم  یې د خپلې مور غیږې ته وسپاره  او ماشوم قرار وموند.  هغوی هم په دغه  کار ډیر  خوشاله شول.

درسونه :

۱: د دښمن په وړاندې باید چالاک ووسو  او بې له دې چې دښمن متوجې شي  خپل پلان اجرا کړو.( د موسی خور د هغه د مور نوم په خوله  وانه خسته او صرف وې ويل چې دا یوه ښه دایڼه ده)

۲:    د دنیا او اخرت په  هکله دخدای په وعدو  باور کول پکار دي  او نه ده پکار چې دخدای کارونه د خپلو مادي  او محدودو معیارونو په تله وتلو.

۳:  بچی  د مور د روح او ځان  د قراري سبب  وي.  هغه میندې چې بچي نه راوړي اور  ګمان کوي چې  دبچي نه لرل د ارامۍ سبب کیږي  په حقیقت کې ځان  د بچي  له مینې محروموي.

پای .

Add Comments