سوره قصص ۸-۵

Pashto Radio 7 views
د قصص سورې ترجمه او تفسیر

او مونږ اراده وکړه چې  پر هغو کسانو چې په ځمکه کې کمزورې او خوار ګرځول شوې دي، احسان وکړو  او هغوی (د خلکو) مشران وګرځوو، او (دځمکې) وارثان یې کړو.

او هغوی ته په ځمکه کې  طاقت او تمکن ورکړو او  فرعون  او هامان او لښکریانو ته یې  هغه څه چې ورځنې یې ویره لرله؛ وښیو.

 په تیره برخه کې مو وویل چې حضرت موسی ته امر وشو چې فرعون ته ورشه او هغه په بني اسراییلو  له ظلم او زیاتي منعه کړه .ځکه چې فرعون دغه قوم  خوار کړی  او خپل خدمتکار یې ګرځولی و. په مختلفو پلمه به یې دهغوي سړي وژل او ښځې به یې ژوندۍ ساتلې  او وینځې به یې ترې جوړولې.

دا ایتونه فرمایي: فرعون ګمان کاوه چې  همیشه به د طاقت په ګدۍ ناست وي  او هر څه چې یې زړه غواړي کوي به یې  هغه  ته نه وه معلومه چې خدای اراده کړې ده  مستکبران په همدې دنیا کې خوار او ذلیل کړي  او هغه کسان چې خوار او ذلیل ګڼل کیږي  حکومت ته ورسوي او  پر هغوی یې واکمن کړي.

فرعون او وزیر یې هامان  همیشه له دې ویرې چې بني اسراییل پاڅون ونه کړي   او حکومت یې ورنسکور نه کړي   هغوي سخت ځورول او شکنجه کول به یې  او انقلابي او جذباتي ځوانان به یې وژل .  خو هغه څه چې  فرعون او فرعونیان ورځنې ویریدل  د خدای په اراده هماغه څه یې په سر نازل شول . بني  اسراییلو د حضرت موسی علیه السلام په مشرۍ  په هغوي غلبه وموندله  او دهغوی د ماڼیو او شتمنیو وارثان شول.

البته د خدای اراده بې منطقه  او بې دلیله نه د . که یو ولس وغواړی  د ظالمانو له سلطې ځان خلاص کړي او  په دې لاره کې حرکت او اقدام وکړي  خدای یې مرسته کوي او په ظالمانو یې بریالي کوي.  دا په تاریخ کې دخدای قطعي  سنت دی  چې د هر امت برخلیک د هغوی عمل او کړچار  په اساس برابریږي او تر څو چې امتونه په خپله  اراده  ونه کړي  دهغوی په  برخلیک کې به څه بدلون رانه شي.

درسونه :

۱: د خدای اراده او مشیت دا  دی چې   د ظالمانو او زورویونکو حکومت  ټول شي او مظلومان او مستضعفان طاقت  او حکومت ته ورسیږي.

۲: خپل سره حکومتونه  کارنده او تکړه ځواکونه  خوار او کمزورې کوي  چې  په اسانه وکړی شي پر ولسونو مسلط شي.

۳: د نړۍ راتلونکی د مظلومانو او مستضعفانو دی  او دا زیری دی  چې خدای هغوی ته ورکړی  چې راتلونکې ته په هیلې سره  هغې ته درسیدلو لپاره هڅه  او مقاومت وکړي.

۴:  سرغړوونکي او  ظالم قدرتونه  پر اخروي عذاب سربیره په همدې دنیا کې هم  د خدای له قهره په امن کې نه دي  او د مومنانو په لاس به خوار او ذلیل شي.

او مونږ د موسی مور ته الهام وکړ  چې هغه ته پۍ ورکړه، نو کله  چې ( دفرعونیانو له خوا) پر هغه وویریدې هغه (په صندوق کې کیږده او) دریاب ته یې واچوه او ( له دې  خبرې) مه ویریږه او (د هغه له لرې والي) مه غمجنیږه ، ځکه چې هغه مونږ تاته ستنوو او  هغه له پیغمبرانو ګرځوو.

نو فرعونیانو هغه (له اوبو)  واخسته، چې  دهغوی دښمن او دغم سبب وګرځي،بې شکه فرعون او هامان او سپایان یې خطاکاره وو.

دا ایتونه چې  د حضرت موسی علیه السلام د زوکړې  کیسه او له هغه وروسته پیښې بیانوي پر  مستکبرانو د مستضفانو د کامیابۍ  په هکله د خدای د پریکنده سنت یوه بیلګه ده چې  په تیرو ایتونو کې یې ذکر وشو.

کاهنانو فرعون  ته خبر  ورکړی و چې سږ کال به  په بني اسراییلو کې یو ماشوم پیدا کیږي چې  په راتلونکې کې به ستساو د حکومت ټِغر ټولوي.  له همدې امله فرعون امر وکړ چې  هر نر ماشوم چې   په بني اسراییلو کې پیدا کیږي  ووژني او په هیچا رحم ونه کړي  کله چې موسی پيدا شو  خدای یې مور ته الهام وکړ چې  هغه ته پۍ ورکړه او بیا یې په  یو صندوق کې  واچوه او په سیند یې لاهو کړه   او خدای  دهغه ساتونکی دی . مور یې هم د خدای د حکم  مطابق  ماشوم په صندوق کې واچوه او په اوبو یې لاهو کړ  خو هماغه شان د مور  په برخلیک اندیښمنه او غمجنه  وه .

له بل پلوه ،فرعون او میرمنه یې چې  د نیل سیند په  غاړه د خپلې ماڼۍ په څنګ کې ناست وو یو صندوق یې ولیده چې  په اوبو کې  روان دی ، فرعون حکم وکړ  چې صندوق له اوبو راونیسئ  کله چې یې صندوق خلاص کړ يو ښکلی ماشوم یې ولیده . حیرانه پاتې شول چې له ده سره څه وکړي. له یوې خوا فرعون حکم کړی و چې د  د بني اسراییلو نارینه اولاد وژنئ او   معلومه وه چې دا ماشوم بني اسراییل دی  چې  له وژلې د نجات لپاره یې په صندوق کې په اوبو لاهو کړی دی . له بلې خوا  فرعون  نارینه اولاد نه درلود او میرمنې یې آسیه غوښتل چې دغه ماشوم په زوي توب ونیسي.

 

خو تر دې هر څه لوړ دخدای اراده وه چې  د موسی مور یې راضي کړه   چې خپل بچی په اوبو لاهو کړي  او دفرعون میرمنه یې په دغه ماشوم  د اسې مینه کړه چې هغې  وژل کیدو ته پرې نه ښوده . په دې ډول موسی  د خپل دښمن فرعون په کور کې په ډیر امن او بې خطره ځای کې وروزل شو  چې په راتلونکې کي  د فرعون ظالم او فاسد حکومت نسکوره کړي

درسونه :

۱: په بندونونو کې خدای تعالی د مومنانو ډیر ښه  ملاتړی او هدایتوونکی دی  او   له ستونزو د وتلو حل لاره  انسان ته ښیي.

۲: د غیبي مرستو نزول   له مادي امکاناتو  له استفادې سره منافات او ټکر نه لري . هم باید  هغو وسایلو اوامکاناتو ته  په پام سره چې زمونږ په اختیار کې دي  په خپلو دندو عمل وکړو او هم باید په خدای توکل وکاندو ( لکه څنګه چې  د حضرت موسی مور خپل بچي ته پی ورکړل هغه یې په صندوق کې واچوه او په خدای یې توکل وکړ)

۳:  که څه هم مونږ دخدای د ډیرو اوامرو په فلسفې نه پوهیږو خو دخدای د اوامرو په اجرا کې کوتاهي نه ده پکار ځکه چې یقینا په الهی اوامرو کې  رازونه پټ دي او دخدای هیڅ حکم بې حکمته نه دی   لکه  دموسی مور ته د خدای امر  چې بچی دې په سیند لاهو کړه چې ډیر زر یې حکمت څرګند شو)

Add Comments