سوره قصص ۱- ۴

Pashto Radio 9 views
د قصص سورې ترجمه او تفسیر

p-695-qasas-ayaat-1-4

طا، سین ، میم

دا د روښانوونکي کتاب ایتونه دي

(ای پیغمبره) مونږ د موسی او فرعون  د کیسې ځینې برخې د هغو کسانو (دپوهولو) لپاره چې ایمان راوړي، په  حقه تاته  لولو.

ګلونو دوستانو د نمل سورې  له ختمیدو وروسته په دې برخه کې د  قصص سورې تفسیرپیلوو. هغه سوره چې اته اتیا  ایتونه لري  او مدینې ته د پیغمبر له هجرته مخکې په مکې کې نازله شوې ده . د دغه سورې کابو  څلویښت ایتونه چې تقریبا نیم  ایتونه کیږي  د حضرت موسی علیه السلام د ژوند په باره کې دي چې دهغه  له زوکړې  ، وړوکوالي،  او ځوانۍ تر واده او بیا پيغمبرۍ ته د رسیدلو د وخت حالات بیانوي.

دا سوره هم د  قران د نورو اته ویشتو سورو په شان  په مقطعه حروفو سره  پيل شوې   او ورپسې سملاسي اسماني کتابونو ته اشاره شوې ده مخکې مو هم ویلې وو چې دا ښایي دې حقیقت ته اشاره وي چې  خدای تعالی ددغه اسمانيک تاب ایتونه چې تل پاتې معجزه ده  له همدغه الفبا حروفو چې د ټولو انسانانو په اختیار کې دي  جوړ کړی دی . تاسو هم  که کولې شئ له همدغه حروفو همداسې یو کتاب جوړ کړئ. هغه هم داسې یو کتاب چې ټول ایتونه یې  روښانه او روښانوونکي دي  او حق له باطله جدا کوي او نیغه لاره ښیي.

ایتونه په دوام کې د فرعون په زمانه کې د حضرت موسی کیسې ته اشاره کوي  او فرمایي: مونږ په دې قران کې  د واقعیت او حقیقت په اساس  او له هر ډول غیر واقعي اور غلطو خبرو لرې  د تیرو  پيغمبرانو او قامونو کیسې بیانوو. دا  د دې لپاره چې  مومنان پوه شي ښه او ایمانداره کسان په تیره زمانه کې  له کومو مصایبو او مشکلاتو سره مخامخ وو. نو تاسو  هم    د خپلې زمانې د مشکلاتو او  سختیو په وړاندې  استقامت او پایداري وښیئ.

درسونه:

۱: دې ته په پام سره چې په تاریخ کې الهی سنتونه  قانوني پاتې شوې دي  د تیرو قامونو په وړاندې  د خدای د سنتو پيژندل زمونږ او د راتلونکو  لپاره  د عبرت درس ګرځيدلی شي.

۲: له طاغوتانو او ظالمانو سره مبارزه  د الهی پیغمبرانو روده وه  او مومنان باید د انبیاوو لاره خپله بیلګه  وګرځوي.

۳: د قران کیسې ټولې  پر واقعیت ولاړې دي  او تخیل ، افسانه او یا غیرواقعي خبرې نه دي.

بې شکه فرعون  (دمصر) په ټاټوبي کې  سرکښي کړې او  د هغه خلک یې ډلې ډلې ګرځولې دي  ځینې یې کمزورې او ناتوانه کړې، زامن  یې ورحلالول او  ښځې یې  (دوینځتوب لپاره) ژوندۍ ساتلې. په رښتیا چې هغه له مفسدانو څخه و.

دا ایتونه د فرعون  کبر او سلطه غوښتنې ته اشاره کوي  اوفرمایي: فرعون د بني اسراییلو د قام د کمزورې ساتلو  او پر هغوی د واکمنۍ لپاره  له مختلفو طریقو کار اخیست ، هغه په خلکو  کې د  تفرقې او اختلاف په پیدا کولو سره   د دې مخه نیوله چې خلک دهغه په خلاف متحد شي  او له ظالمانه حکومت سره یې مقابله وکړي  نن هم  د ( بیل یې که ایل یې که) سیاست ، هغه سیاست دی چې  لوی قدرتونه  په هیوادونو او ولسونو د ولکې لپاره له هغو کار اخلي.  

فرعون د مصر ځایی استوګن چې  له قبطیانو وو  له  هوسا ژوند او  مختلفو  امکاناتو برخمن کړې وو او  ټول حکومتي پوسټونه یې هغوي ته ورکړې وو.  د دې په مقابل کې بني اسراییل چې  مصر ته یې مهاجرت کړی و د مریانو او وینځو په توګه   د قبطیانو  خدمت کوونګي ګرځولې وو.   له هغوی به یې سخت او ملا ماتوونکي کارونه اخستل  بې له دې چې له طبیعي ژونده  کومه  برخه ولري.

سرغړوونکي فرعون چې کله د بني اسراییلو له خواد خطر احساس وکړ  امر یې وکړ چې  په هغوی کې چې هر بچي پيدا کیږي که  جینۍ وي وې ساتئ  چې د دوي وینځې او خدمتکارې زیاتې شي  او که نران وي  وې وژني . هغه په دغه طریقې سره  غوښتل د  بني اسراییلو د  نرینه  نفوسو د زیاتیدو مخه ونیسي.  چې د هغه د حکومت په خلاف بلوا او پاڅون ونه کړي.  په همدغه زمانه کې حضرت موسی پیدا شو  او مور یې د هغه د ساتلو لپاره مجبوره شوه هغه په صندوق کې  واچوي او  په نیل سیند یې لاهو کړي.

درسونه :

۱: تر څو چې خلک یو موټی او متحد وي  ظالم حکومتونه  په هغوی سلطه نه شي پيدا کولی له همدې امله  ظالم او استکباري دولتونه همیشه  په ولسونو کې د تفرقې او اختلاف په اچولو پسې وي.

۲:  په سړو کې د ځوانمردۍ او میړانې  د روحیې وژل او  د ښځو د ازادۍ په ښکلې نامه   له جینکو او ښځو  استفاده کول  هغه سیاست دی چې د نن زمانې په ماډرنه نړۍ کې هم  په مختلفو شکلونو له هغې استفاده کیږي. 

Add Comments