سوره نمل ۱۲-۱۶

Pashto Radio 16 views
د نمل سورې له دولسم نه تر شپاړسم پورې آیتونو ترجمه او تفسیر

p-679-naml-ayaat-12-16

(ای موسی) لاس دې په ترخ کې ننباسه  چې سپين ( ځلانده) بې عیبه راووځي، ( دا) د فرعون او د هغه د قام په لور د نهو معجزو برخه ( ده) چې  یو فاسق ( او نافرمانه) قام دی.

 په تیره برخه کې مووویل چې حضرت موسی  علیه السلام له خپلې کورنۍ سره د  مصر په لور روان و  چې خدای ورته پیغمبري ورکړه  او د پيغمبرۍ د معجزې په توګه یې هغه ته وفرمایل: امسا دې وغورځوه، امسا په یو وړوکي مار بدله شوه  او موسی وویریده .

خو په دې ایت کې  د موسی علیه السلام دوهمې معجزې ته اشاره کیږي . خدای تعالی حضرت موسی  ته وفرمایل:  لاس دې په ترخ کې ننباسه ، کله  یې راوباسې نو سپين به ځلیږي  بې له دې چې  سپين والی یې د کومې ناروغۍ مثلا د برګي والي په وجه وي  او په دوام کې فرمایي:  ستا معجزې یوازې په  دوو موردونو کې نه دي بلکې اوه نورې معجزې مو هم  تاته درکړې دي  چې د فرعون او توحید ته  د بني اسراییلو د قام د بلنې په وخت له هغو استفاده کولی شې او د هغوی لپاره د هر ډول پلمې لاره بندولی شې.

د نیل د سیند د څيرې کیدو  او له غره د دولسو  چینو د راخوټیدلو په شان معجزې، د ویلو ده چې  په بني اسراییلو د فرعون او دهغه د سپایانو له حملې وروسته  حضرت موسی علیه السلام  خپله امسا  په نیل سیند ووهله  او په نتیجه کې یې اوبه څیرې شوط او  بنی اسراییلو د تیریدو لپاره لاره پرانستل شوه .   په  بل مورد کې یې بیا  امسا په غره ووهله او له غره دولس چینې راووتلې.

درسونه :

۱: د طبیعت او کایناتو نظام د خدای  له خوا پنځول شوی  او   د څه چې خدای اراده وکړی هماغه کیږی. که څه  هم یو غیر معمولي  او دطبیعت له عادته بهر او مختلف کار وي.

۲: ځینې قامونه او کسان دومره   په خپلې باطلې او غلطې لارې  ټینګار کوي چې  د هغوی د قانع کیدو لپاره یوه معجزه کافي نه ده  او باید د خدای ډیرې معجزې وویني  چې ښایي زړونه یې د حق په وړاندې نرم شی.

او کله چې زمونږ  روښانوونکې معجزې هغوی ته ورغلې، وې ویل: دا ښکاره جادو دی

او سره له دې چې  په زړه  کې یې پرې یقین درلود ، د ظلم او کبر له مخې یې  د هغو انکار وکړ  نو وګوره چې  د مفسدانو انجام  څنګه و.

حضرت موسی علیه السلام د خپل ماموریت د ترسره کولو لپاره د  فرعون او دهغه د قام په لور لاړ او هغوی یې یوازیني خدای ته وبلل خو فرعون او خواوشا کسانو یې د حضرت موسی د معجزو په لیدلو سره په  ځای د دې چې د هغه خبرې ومني هغه یې په جادوګرۍ تورن کړ.

ایتونه په دوام  کې فرمایي: دا تور د حضرت موسی علیه السلام په کار کې  دهغوی د شک او تردید په وجه نه و بلکې  هغوی د موسی د خبرو په حقانیت پوه شول  او د هغه د خبرو او  کار په سموالي ډاډه شول  خو هغه څه چې سبب شو هغوی د حق خبره ونه مني دهغوی کبر  او لوړاوی غوښتنه وه . دهغوی لپاره سخته وه چې  د یو داسې کس اطاعت وکړي چې   له ټولنیز نظره  له هغوی په ټیټې درجې کې و.  نو فرعونیانو ډیر لوی ظلم وکړ  او موسی یې په جادو او کوډو تورن کړ  چې په خپل ځان د هغه لوړاوی ونه مني . البته  په موسی او دهغه په دین ظلم په اصل کې له ځان سره ظلم و  ځکه چې دا کار سبب  ګرځیده چې دهغوی انجام ډیر بد شي  او په نیل سیند  کې ډوب شي.

درسونه :

۱: د ایمان درجه تر علم او یقینه لوړه ده . کیدی شي انسان په زړه کې په یوه حقیقت باور ولري  او په حقانیت یې پوهیږي خو  بیا یې هم انکار وکړي او  د  حق په وړاندې تسلیمیدو ته تیار نه شي . ایمان د  حق په وړاندې تسلیمیدل دي.

۲: د حق د منلو یو خنډ تکبر او لوړاوی غوښتل دي  چې سبب کیږي انسان نور له  ځانه کم او واړه وګڼي او د نورو خبرو  ته ارزښت ورنه کړي.

۳: د مفسدانو د کار انجام  تباهي او بربادي ده .

او په رښتیا مونږ داوود او سلیمان  ته (خاص) علم ورکړ او هغوی وویل:ستاینه یوازې هغه خدای لره ده چې  مونږ ته یې په ډيرو مومنو بندګانو لوړاوی راکړ.

او سلیمان د داوود وارث شو او وې ویل : ای خلکو! مونږ  ته د مارغانو ژبه ښودل شوې  او  مونږ ته یې هر څه راکړې دي؛ دا هماغه ښکار فضیلت ( او مهرباني) ده.

د حضرت موسی علیه السلام د  کیسې له بیانه وروسته  دا ایتونه د بني اسراییلو د دوو  نورو پیغمبرانو    حضرت داوود او سلیمان علیهما السلام  برخلیک ته اشاره کوي  . هغه دوه  پیغمبران چې شرایط او حالات یې  له نورو پیغمبرانو سره ډیر توپیر درلود  . دهغوی یوځانګړتیا دا  وه چې د هیواد د چلولو لپاره  یې حکومت جوړ کړ.

که نور پیغمبران همیشه دخلکو له خوا له ځور او اذیت او له ښاره د شړل کیدو په شان  مسایلو سره مخامخ وو  دغو دوو پيغمبرانو  ډیر طاقت او حکومت درلود  دومره چې نه یوازې انسانان بلکې پيریان  هم د هغوی د امر تابع وو.

دا ایتونه د حضرت داوود او سلیمان علیه السلام  د طاقت او حکومت راز په هغه خاص علم کې ګڼي چې خدای دغو دوو ته ورکړی و  او هغوی  د دغه علم په برکت  یو لوی حکومت جوړ کړی شو . داسې علم  دغه دوه پيغمبران یې  په قدر او ارزښت پوهیدل او خدای د ده علم د ورکړې په خاطر  یې چې په نورو خلکو  دهغوی د  فضیلت او لوړاوي سبب کیده د خدای شکر ایسته .

ایتونه په دوام کې یو له دغو الهی علمونو  د مارغانو  په ژبې پوهیدل او  له ټولو مادي امکاناتو او نعمتونو د استفادې علم  و  او  هغه د خدای یو ښکاره فضیلت او مهرباني ګڼي.

درسونه :

۱:د انبیاوو علم لدني دی او د خدای په الهام سره هغوی ته ورکړل شوی دی .

۲: دین له سیاسته جدا نه دی  کله چې نبوت له یوه حکومت سره  یو ځای شي   د دیني حکومت د جوړولو  په  اراده او یا لږ تر لږه له ظالمانو طاقتونو سره د مبارزې په اراده  سیاسي چارو ته د مومنانو داخلیدل یوه منل شوې چاره ده .

۳: د هیواد چلول باید د علم او  پوهې په اساس وي  نه د واکمنانو د فردي یا ګوندي سلیقو په  بنیاد.

۴: مونږ چې کوم نعمتونه او علمونه لرو باید خدای فضل او کرم یې وګڼي  نه د خپل ځان لیاقت او وړتیا. نو باید همیشه د خدای شکر ګزاره ووسو نه دا چې په کبر او فخر اخته شو او خدای هیر کړو.

پای.

Add Comments